افغانستان

يوسف نورستاني: ټاکنو لپاره بشپړ تياری لرو

 

نن ټکی اسيا: د ټاکنو د کميسون مسؤولين ووايي چې، د ولسمشريزو ټاکنو لپاره بشپړ تياری لری او راتلونکې ټاکنې به رڼې او د ټولو افغانانو ممثلې وي.
د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر يوسف نورستاني وايي چې، راتلونکو ولسمشريزو او د ولايتي شوارګانو ټاکنو ته بشپړ تياری لري او هيڅ دولتي ارګان ته به اجازه ورنکړي چې، راتلونکو ټاکنو لاسوهنه وکړي.
د رسمې سرچينو له قوله تر اوسه څلور مليونه افغانانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي دي.

 

يوسف نورستاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې، وسلوالو طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی چې، په ټاکنو له ګډون کولو څخه دې لرې و اوسي؛ ځکه چې، دوی به د ټاکنو پر ټولو لوازمو بريدونه کوي.

د يادونې وړ ده چې، په دې لنډو ورځو کې وسلوالو طالبانو کابل کې د ټاکنو پر مرکزي او سيميزو دفترونو، کورنيو چارو وزارت او په ولايتونو کې د ټاکنو په مسؤولينو، کمپاينرانو او يو شمېر نورو دولتي ارګانونو باندې سخت بريدونه کړي چې، له امله يې په ولس کې دا انديښنه زياته شوې چې، که په ټاکنو کې ګډون وکړي نو د وسلوالو طالبانو د بريد ښکار به شي. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x