سعودي: په قبر کې ژوندۍ خښه شوې انجلۍ موندل شوې / انځورونه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د سعودي په عسیر ولایت کې یوه انجلۍ په داسي حال کې موندل شوې چې په قبر کې ژوندۍ خښه شوې وه.

د سعودي رسنیو د راپور سره سم د تیرې دوشنبې په ورځ د عسیر په «تباله بیشه» سیمه کې یوه کس امنیتي چارواکو ته خبر ورکړ چې په صحرا کې یې یوه انجلۍ ژوندۍ موندلې.

دغه کس چارواکو ته ویلي چې دی په صحرا کې د ګرځېدو لپاره وتلی وو چې د یوه قبر غوندي ځای څخه یې د ماشومې غږ واورید، کله چې یې وکتل، انجلۍ په قبر کې اچول شوې او سر یې باندي پټ شوی وو.

د «تباله بیشه» سیمې د روغتیا ادارې ویاند د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې دغه پېښه تېره دوشنبه را منځته شوې او زیاته کړې چې دوی انجلۍ تر لاسه کړه او تر ابتدائي علاج وروسته اوس هم ددوی سره ده.

نوموړي ویلي چې انجلۍ په ښه صحت ده، اوه ورځې تر مخه پيدا شوې خو تر اوسه یې مور او پلار معلوم نه دي.

نوموړي وویل چې د انجلۍ په دولتي روغتون کې نه ده زیږېدلې، ځکه یې له دوی سره په اړه هیڅ معلومات نه دي ثبت ، او زیاته کړې چې د مور او پلار پلټنه یې روانه ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې یاده انجلۍ ولي په قبر کې ژوندۍ خښه شوې وه.