
بي پي ایل: سمیع شینواری په لومړۍ لوبه کې ونه ځلېد
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۶ل): د بنګلادیش په غوره لیګ سیالیو کې نن اوومه لوبه د چیټاګانګ ویکینګز او رانګپور رایډرز تر منځ ترسره شوه.
رانګپور رایډرز له پچې ګټلو وروسته لومړی چيټاګانګ ته د توپوهنې بلنه ورکړ، دوی په شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو د لوک رونکي د تیزې توپوهنې په مرسته ۱۶۶ منډې جوړې کړې.
لوک رونکي چې تیره شپه د محمد نبي لخوا سوځیدلی و نن لوبه کې د اوه شپږیزو او اوه څلوریزو په مرسته ۷۸ منډې جوړې کړې.
په مقابل کې رانګپور رایډرز دغه هدف په تر لاسه کولو کې بریالی نه شو، او د اته لوبغاړو په سوځیدلو سره یې ټولې ۱۵۵ منډې جوړ کړې.
د افغانستان سمیع الله شینواري د رانګپور رايډرز لخوا ولوبید چې د تسکین احمد لخوا په لومړي بال پرته له کومې منډې جوړولو وسوځید. شینواري همدا راز په توپ اچونه کې په ۲ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.
په پای کې د بنګلدیش تسکین احمد د درې لوبغاړو په سوځولو سره غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې تیره شپه د محمد نبي په مشرۍ کومیلا ویکټوریا لوبډلې چیټاګانګ لوبډلې ته په اته ویکټو ماتې ورکړې وه.