افغانستان

ارګ پر سعودي راکټي برید غندلی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د یمن له لوري پر ریاض باندي توغول شوی راکټ غندل شوی.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو راکټي برید په سختو ټکو غندي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي: «دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.».

باید وویل شي چې د تیرې يكشنبې په ورځ د یمن پر پلازمینې واکمن «حوثيانو» تر زر زیات کیلومیټره لیري د ریاض هوايي ډګر په بالستیک میزایل په نښه کړ، خو د سعودي د هوايي دفاع سیسټم دغه میزایل په هوا کې په نښه او خنثی کړ.

حوثي ملیشو ګواښ کړی چې په ورته توګه د سعودي او امارات مهم اهداف په نښه کولای شي.

سعودي پر ایران تور پوري کړ چې حوثیانو ته یې بالستیک میزایل ورکړي او دا یې د سعودي پر ضد د ایران له لوري د جګړې اعلان وباله خو د ایران له لوري د سعودي څرګندونې غیر مسؤولانه وبلل شوې او د حوثیانو د هر راز ملاتړ څخه یې انکار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان محمود

ارګ که پر ننګرهار توغندیز برید ونه غاند

خو دا دی پر هغه چا چې د ناټو تر چتر لاندي د ارګ ننګه کړي ، پر هغوی يې برید ناسم وباله .

روښتیا د ننګرهار په پرتله له سعودي سره مینه د ارګ په نسبت نه د رګ او ويني !!!

وينه خو به توی سي ، خیر نوره به پیدا سي ، خو ارګ وام ارګ به بیا له کومه کړي !!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx