نړۍ

پاکستاني طالبان: اوربند کې د زياتوالي پريکړه نده شوې

د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ويلي چې، له حکومت سره يې د اوربند پراخولو اړوند پريکړه نده شوې.
شاهد په پاکستاني حکومت تور لګولی چې، د دوی د اوربند قدر يې ندی کړی، د اوربند پر مهال يې هم د دوی پر خلاف يو شمېر عمليات کړي دي.
شاهد وايي چې، تېره اوونۍ هم امنيتي چارواکو کرمه ايجنسۍ کې د دوی اووه ملګري نيولي دي.

بل پلو د پاکستاني طالبانو يو بل مشر عمر خراساني ويلي چې، حکومت سره د اوربند د پراخلو پريکړه نده شوې او کيدای شي بيا جګړه پیل شي.
عمر خراساني هم په حکومت تور لګولی چې، د اوربند پرمهال يې د دوی پنځوس ملګري نيولي او شل پاکستاني طالبان يې له محکمې پرته وژلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x