افغانستان

ګډحکومت د ناټو اضافي ځواکونو ته هر کلی ووایه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): ګډحکومت د ناټو هغې پریکړې ته هرکلی ویلی چې له مخې يې افغانستان ته ۳ زره اضافي ځواکونه را لیږي.

نن د چهار شنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه خبرې کانفرانس کې وویل: مونږ د ناټو او امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې لرو او په ګډه د تروریزم پر ضد جګړه کوو، دوی زمونږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ اعلان وکړ، مونږ ورته هرکلی وایو.

باید وویل شي چې تېره ورځ د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ په بروسلز کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ناټو غواړي په افغانستان کې خپل د پوځ شمېر د ۱۳ زرو څخه ۱۶ زرو ته پورته کړي چې په هغه کې به نیمی ځواکونه امریکا او پاته نیمی به د ناټو ټول غړي هیوادونه ورکوي.

نوموړي د ناټو د غړو هیوادونو د برخو په اړه څه نه دي ویلي.

سټولټنبرګ وویل چې دغه ځواکونه به په افغانستان کې امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي تر څو د طالبانو سره په ښه توګه جګړه وکړای شي.

او زیاته یې کړه چې په راتلونکې کې به زمونږ د روزنې ترکیز تر ډېره پر افغان ځانګړو ځواکونو وي، ځکه چې دغه ځواکونو د طالبانو پر ضد جګړه کې خپله وړتیا ښودلې ده.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د افغانستان او سیمې په اړه خپله نوې ستراتیژې اعلان کړه او افغانستان ته یې د نامعلوم شمېر اضافي عسکرو پر رالیږلو ټینګار وکړ او امریکایي جنرالانو ته یې د جګړې د اداره کولو پوره واک ورکړ چې له مخې یې په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې بمبارۍ زیاتې کړي چې ورسره د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې په وینا د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

غلامان نن بیا ڈیر خوشحالہ دہ ولی باداریہ نن بیا5000زرہ توری اوبہ منلیہ دہ خدای دہ پہ دغو اوبوکی غنیگی او غبرگ عبداللہ اونور ٹول غلامان دہ فرون پشان غرق کہ

نورالدین

اوبو وړ‎ی ھرځک تہ لاس اچوی (نااُمیدی)

اقبال

الله ج د خپلی نقشی او ارادی له مخی غره کی بی ضرره حیوانات هم خلق کړی مګر هر یو بی ضرره حیوان ته یی د څه ناڅه دفاع جلا جلا وسیلی هم ورکړی ، په ځنګل کی یی جلا جلا غوښی خوړونکی لوی او کوچنی ځناور هم خلق کړی او هغوی ته یی د بی ضرره حیواناتو د ښکاره کولو او خوړولو د پاره جلا جلا وسیلی هم ورکړی ، دوی کی دننه یو شمیر یی تر نورو زوراور او څه یی تر نورو کمزوری دی دوی ته یی د ښکار کولو جلاجلا تحریکونه او تاکتیکونه هم زده کړی… نور لوستل »

ابودجانه افغان

یو ملنګ په کوڅه کی تیریده شاته د ټول کلی سپی ورپسی غپیدل ملنګ په کلیوالو غږ کړ چی خیر نه درڅحه غواړم دا سپی مو دروتړی.
افغان ولس له تاسو سوله نه غواړی خو ستاسو له شره چی خلاص شو.
له ازاره چا بازار موندلی ندی مکوی نوره ظلمونو مکوی په لکونو او میلینونونو مظلوم افغانان ښځی او ماشومان تاسو بی رحمه شهیدان کړل څه مو تری جوړکړل؟
یوازنی د حل لاره دا ده، افغان غیرتی میړنۍ ولس خپلی خوښی حکومت او شرعی نظام ته پریږدی.

ابودجانه افغان

د اشعالګرو راوستل ګران افغانستان ته د مظلوم افغان ولس له وژلو پرته بله هیڅ معنا نلری.
په دریو لاکو فوجونو یی افغان ولس تسلیم نکړ په دا څو زرو به څه توره وکړی؟

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close