ټویټر: د یوه «ټویټ» توري له ۱۴۰ څخه ۲۸۰ ته زیات شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۸مه ۱۳۹۶ل): ټولنیزې رسنۍ ټویټر بالاخره اعلان وکړ چې د یوه ټویټ یا پوسټ تورو شمېر يې ۲۸۰ تورو ته پورته کړی دی.

ټویټر د روان کال په ستمبر میاشت په لومړي ځل د ۲۸۰ تورو د استعمال ازمايښت وکړ. دوی دغه خدمات یواځې محدودو فعالانو ته مهیا کړی و.

خو نن ټویټر رسما د یوه پوسټ «ټویټ» له لارې خبر ورکړ چې دوی د ټویټ د تورو شمېر ۲۸۰ ته لوړوي، چې موخه يې خپلو فعالانو ته ښه او اسانه خدمات وړاندې کول دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ټویټر یواځېنۍ رسنۍ ده چې د یوه ټویټ یا پوسټ کولو لپاره يې د تورو شمېر ۱۴۰ ټاکلی و چې اوس یې ۲۸۰ ته زیات کړی و. ټویټر پر دې سربېره د یوه ټویټ تر نشریدو وروسته د ایډيټ کولو حق هم فعال ته نه ورکوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د