سعودي شهزاده‌ګان په «پنځه ستوریز زندان» کې بندیان دي – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۶ل): تېره اونۍ د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په امر د فساد په تور د شاهي کورنۍ ۱۱ کسانو په شمول بې شمېره وزیران او لوړپوړي چارواکي ونېول شول.

د راپورونو له مخې دغه بندیان د یوه زندان پر ځای د پلازمېنې ریاض په پنځه ستوریز هوټل رټز کارلټن کې ساتل شوي دي. دا اوس څرګنده نه ده چې دوی د هوټل په کومه برخه کې ساتل شوي دي او د کور غړي ورپرېښودل کېږي کنه.

نن ټکی اسیا د دغه هوټل انځورونه چې اوس د زندان په توګه استعمالیږي، لاسته راوړي دي. دغه هوټل په ۲۰۱۱ز کال کې پرانېستل شوی و چې په کې ۴۹۳ کوټې موجود دي.

د هوټل مسوولینو په خپله وېبپاڼه لیکلي چې د غیرمتوقع حالاتو له کبله هوټل د مېلمنو پر مخ بند دی او د تلیفون او انترنیت لاینونه هم قطع شوي دي.