نړۍ

امريکا: فورټ هوډ پوځي اډې کې د ډزو له امله ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د متحده ايالاتو ټيکساس ايالت فورټ هوډ پوځي اډه کې د ډزو له امله څلور امريکايي عسکر وژل شوي او شپاړس ژوبل دي.

امريکايي رسنۍ وايي چې، دغه پيښه کارل آر ډارنل طبي مرکز کې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې، ژوغورونکې ډلې د پيښې ځای ته رسيدلي. د ايف بي آی چارواکو او ځايي پوليسو د پيښې په اړه سلامشورې کړي ولې، د ژوبلو کسانو او پيښې په اړه يې لا څه ندي ويلي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي چې، يادې پيښې ډېر ځورولی او بايد په دې اړه جدي پلټنې وشي. اوباما شکاګو ايالت کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې و ويل چې، دی له نژدې دغه پيښه څاري او امريکايي ولس ته ډاډ ورکوي چې، د پيښې اصلي لامل ته به ځان رسوي.

 

د اوباما له قوله چې، فورټ هوډ اډې د امريکايي ولس د ازدۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي. امريکاي رسنۍ وايي چې، د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي او شپاړلس نور ژوبل دي. د يادونې وړه ده چې، ۲۰۰۹ کال کې هم په نومړي اډې د ډزو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۱ ټپيان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x