افغانستان

کابل: د ګندمک په نوم هوټل وتړل شو

افغان چارواکو د کابل په نوي ښار کې د ګندمک په نوم هوټل تړلی دی. دوی وايي چې دا هوټل د بهرنیو هېوادونو د استخباراتي مامورینو د پټو ناستو ځای و.
د ولسمشرویاند ایمل فیضي ويلي چې دا ځای یواځې د ډوډۍ خوړلو مرکز نه و، بلکې دلته ډېر مشکوک فعالیتونه ترسره کېدل.

نوموړي ونه ویل چې دکومو هېوادونو استخباراتي کړيو دلته ناسته کوله او ولې تراوسه نیول شوي نه دي؟
دا په داسې حال کې دی چې په کابل ښارکې ګڼ شمېر داسې هوټلونه شته چې کورونو ته ورته  په له ګڼې ګوڼې وتي ځای کې وي، چې عام وګي ورته هم د شک په سترګه ګوري.
ډېری داسې هوټلونه ځینې دایساف اړوند بهرنیانو ته منسوبېږي او ځینې نوربیا ایراني هوټلونه ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x