پوهېږئ پر آیفون X څومره لګښت راځي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۶ل): د ایپل تر ټولو قیمتي ځېرک تلیفون ایفون ایکس کم نرخ ۹۹۹ ډالر دی او زیات يې چې ۲۵۶جي بي میموري لري بیا ۱۱سوه ډالرو پورې رسیږي.

ښايي تاسو فکر کوئ چې پر دغه مبایل به لګښت هم هومره زیات راځي ځکه یې نرخ هم دومره لوړ دی خو حقیقت هغسې بیا نه دی.

تازه یوې وېبپاڼې ادعا کړې چې په آیفون X باندې یواځې ۳۵۷.۵ ډالره لګښت راځي چې په ۹۹۹ ډالر خرڅيږي او کمپنۍ په هر مبایل کې ۶۴ سلنه ګټه کوي. همدا راز دغه امریکايي کمپنۍ د ایفون ۸ ماډل په یوه مبایل کې بیا ۵۹ سلنه ګټه کوي.

یادې وېبپاڼې ویلي چې آیفون ۸ پلس ۲۵۶ جي بي میموري درلودونکی مبایل باندې بیا ۳۶۷ ډالر لګښت راځي چې د آیفون X د ۶۴ جي بي مبایل څخه قیمته دی خو بیا یې هم نرخ تر آیفون X څخه کم دی.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د