fbpx

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

پرېږده چې تۀ راسره نۀ یې نړۍ ورانه ښه ده
دا زنده ګي همداسې بل منګه روانه ښه ده

پۀ جنتي خولۀ کې دوزخ نو د خدای بېل حکمت دی
آتش کـــــده ده، خو همدغسې ودانه ښه ده

چې یو لۀ بله سره خپل شو، یو پۀ بل کې ورک شو
زموږ تر منځه مینه دومره پرېمانه ښه ده

راځه چې زۀ او تۀ د خپل ځان غم پۀ خپله وخورو
دنیا دې وي، دنیا همــداسې بدګمانه ښه ده

دا نن سبا د ژوندانۀ شرایط داسې دي چې
مسلماني ښه ده، خو وېره لۀ انسانه ښه ده

د سر دښمن ته پۀ بیا – بیا د توبې وخت ور کوي
کافــــــره مینه هم د ډېرو لۀ ایمانه ښه ده

سپوږمیه! ستا د غمازۍ له وړانګو توره توبه!
دا تــــوره شپه پۀ مئینانــــــو مهـــربانه ښه ده

منم چې جنګ مو حوصلې را ماتې کړي دي خو
زموږ پۀ زړونو کې د ســـــولې هیله ځـــــوانه ښه ده

چې ترېنه لاړې “خدرخېله” یاره ښۀ دې وکړل
هغه لیلـــو ګــــوته پۀ غاښ پاتې حـــیرانه ښه ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۶/۸/۱۷

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

څیړنه او تحقیق
د دغه کس او د ده د لیکنو او شعرونو په اړه باید پوره تحقیق او څیړنه وشی، په شعرونو او لیکنو کی نوی ځوان نسل فحش لور ته دعوت کوی او له لیکنو او شعرونو څحه یی د اسلام او مسلمانی توهین څرګندیږی.
په فیسبوک کی اکثره وخت د مسلمانو ځوانانو قیمتی وخت هم په چټیاتو ضایع کوی.
ستاسو د زیاتو معلوماتو په هیله.

افغان
میلمه
افغان

افغان صاحب نیکی هیلی مو ومنۍ ! زه شعرونه ډیر نه لولم مګر هغه چه د رحمان بابا یا نورو مشهورو مسلمانو شاعرانو له هدفه ډک شعرونه وی . ستاسی د تبصری له خاطره می دنوموړی شعر ولوست چه دی شعر کی یی څه لیکلی دی . نور شعر یی ښه دی بد نه دی مګر دوه بیتو سره یی زه هم نه یواځی توافق نه لرم بلکه د کفر تر څنډی پکی رسیدلی یا اوشتی هغه دوه بیتونه په لاندی ډول دی : لمړی : [ په جنتی خوله کی دوزخ نو دخدای بیل حکمت دی اتشکده ده، خو… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

ګران وروره ټولی د زما د زړه خبری د کړیدی او ټول د حقیقت ویلی دی ملحدین او سیکولران د اسلام د تحریف او د مسلمانانو فکری او عقیدوی انحراف لپاره هر اړخیزی حربی په کار اچولی دی، لکه: فحشی شعرونه، فحشی ټوکی، د زمونږ د ځوانانو قیمتی وخت په چټیاتو ضایع کول په فیسبوک کی ځان نجلۍ معرفی کول، د مسلمانانو افغانانو منځ کی تفرقی او تعصب ته لمن وهل اوپه خاصه توګه د امارت او حزب منځ کی او داسی نورو ګوندونو منځ کی تعصب خپرول. زه فی الحال له فیسبوکه لیری یم د ملحدینو او سیکولرانو ټولی… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

بودجانه افغان صاحب ، د هغه کس د شعر په هغو بیتونو چه غیر اسلامی اړخ یی درلود خو هغه دی بل افغان صاحب په مفصل او ډیر ښه عقلی او نقلی منطقی ډول لیکلی دی . تاسی یی هم دلایل تقدیر کړی مګر اخره کی مو اماره او خبیثه حزب د سپیڅلی او مطمن النفسه امارت سره په یوه تله کی اچولی دا معنی چه د حزب له اصلی پوستکی څخه معلومات نه لری چه پرون یی د اربکانو او نن د داعشیانو قومانده ورته ورکول شوی چه د امارت اسلامی په مقابل کی وکارول شی . حزب هغه… نور لوستل »