شعـــــرونه

حمد/ طالب الهام

لم یزل ذات ېې له ازله ابتداءنلري
که ټول جهان ېې صفت لیکي انتهاءنلري

لکه باران مودبڼوله وران څڅوبي څاڅي
په ژړادرومي زموږاوښکې استسقاءنلري

رحم دې غواړوپه هردم داجابت لپه کې
ناوړاعمال موستاپه لورې ارتقاءنلري

امت دمینې ېې بیعت کړی په مرګ ورسره
ستاله حبیبه سوی بلته اقتداءنلري

نه دتعظیم کووسجدې نه دتنعیم غیرته
مغرورسرونه موبل چاته انحناءنلري

شکربنده دې دی منقاد دی درته هره لحظه
طالب الهام دې په معصوم ذات افتراءنلري

طالب الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x