افغانستان

ننګرهار: نارنج ګل مشاعره وشوه

نارنج ګل مشاعره چې نږدې له پنځوسو کالوراهيسې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ترسره کېږي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه سلګونه شاعران او د شعر مینه وال پکې برخه اخلي.د نارنج ګل سږنۍ مشاعره پرون په شاهي قصر کې وشوه، چې دتېرکال په څېر یواځې د ننګرهار، کونړ او لغمان شاعرانو پکې برخه اخیستې وه.

له عام محضره شاهي قصر ته د نارنج ګل د دودیزې مشاعرې وړل ځينې شاعران ښه ګڼي خو ډېر نور يې په اړه بل نظر لري، هغه چې یاده مشاعر په شاهي قصر کې مناسبه بولي دا نظر لري چې په دې ډول به مو د شعاري شعرونو مخه نېولې وي.
خوهغه بله غاړه دا استدلال کوي چې په دې ډول مشاعره درباري رنګ غوره کوي او له ولسیتوبه راوځي، ځکه شاهي قصر ته یواځې هغه خلک پرېښودل کېږي چې شناخت ولري، نو ځکه به په شاهي قصر کې یواځې شاعران شاعرانو ته شعرونه وايی.
د نارنج ګل په پروسږنۍ مشاعره کې چې په شاهي قصرکې لومړنۍ هغه وه، استاد محمد اصف صمیم هم په خپلو خبرو کې په قصر کې مشاعره ښه ونه ګڼله. د ده په خبره یواځې له دروازې تر تالاره درې ځایه تالاشي شوی و.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې به دغه مشاعره په شیرزي لوبغالي کې په عام محضر کې کېده.خو وروسته له هغه شاهي ماڼۍ ته د ننه شوه چې پکې داستادنجیب منلي قهر راوپاريد او دیو ځوان په شعر يې کلک غبرګون وښود، چې دشاعر د پلویانو له خوا مشاعره په مظاهر بدله شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x