د مینې مباهله/ طالب الهام

طالب الهام

عشق دمنصورکوي هردم معانقه ورسره
دارکړي دمینې په اندازمصاحبه ورسره

کذاب انسان دی په خبرېې اعتمادنکووم
که لږرښتیاوایي لږکړي مبالغه ورسره

جنون دمینې ته درمل په غرغروکې غواړي
کنه!ځنځیرکړې په خوامصافحه ورسره

په فن دعشق کې یوځانګړی مهارت هم لري
کړي په عنوان داناالحق مناظره ورسره

چې دخالق پیرزوېې چاباندې ونه لوریږي
بدبخت انسان بیاکوي تل مخاصمه ورسره

داچې په یولاس کې ېې سپین شرعي نشان نیولی
ده ېې په بل لاس کې ټوپک،مخابره ورسره

دادتوحیددعقیدې په بنسټ پړنکړچا
هسې لګیادي چي کوي مناقشه ورسره

داچې ده لوستی دی مضمون پدې غلطه معنی
خوزه کوومه په حکمت مکالمه ورسره

زموږترمنځ دحنفیت اوخارجیت نسبت دی
مونږه لرودعقیدې منازعه ورسره

چې حقانیت دپاکې مینې موونه منی څوک
طالب الهامه بیاکوومباهله ورسره

طالب الهام

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د