درسول الله صلی الله عليه وسلم اواسلام په خلاف دغرب مشترک جنايات

muhammadد انبياؤعليهم السلام په تاريخ کې تل ليدل شوي چې هرکله دباطل لوری ددليل اومنطق په ميدان کي پاتې راغلی نو یې دانبياؤپه شخصيت پورې ملنډي وهلي او په هغوي ئې مسخرې کړي ، په دې نيت که دهغوئ دحقانيت څخه دڅه مودې لپاره دخلکو توجه راوګرځوي.خو پايله یې تل دباطل دتوقع خلاف دانبياؤ عليهم السلام په ګټه راوتلې ، او په انبياؤ پوري مسخره کوونکي قوتونه هلاک شوي او ذليل شوي دي.

کله چې درسول الله صلی الله عليه وسلم  دزمانې کفارو دهغه په شخصيت پورې په همدې نيت مسخرې شروع کړې الله ورته دتسلي پخاطر داايت نازل کړ:(ولقد استهزئ برسل من قبلک فحاق بالذين سخروا منهم ماکانوا به يستهزءون)سورۀالانعام آيت 9.

ترتا دمخه په نورو پيغمبرانو هم مسخري شوي وي . بيا نازل شو په هغوې مسخره کونکو عذاب ددوي دمسخرو دعاقبت او پايلو په ډول .الله تعالی کټ مټ همدغه ايت په سوره الانبياء کې بياهم نازل کړی .کيدای شي چې دانبياؤ په حق کي دغه بې تهذيبه خلک سمدستي په کوم عذاب اخته نشي ،خوداپدې معنا نده چې ګوندې الله هغوئ ته هيڅ نه وائي .الله فرمايي 🙁 ولقداستهزئ برسل من قبلک فأمليت للذين کفروا ثم أخذتهم فکيف کان عقاب ).سوره الرعد32.

تر تا دمخه په نورو أنبياؤهم ملنډې وهل شوې وې،ما مهلت ورکړ هغو ملنډو وهونکو کفارو ته او بيامي ونيول په عذاب ،بيانو زما عذاب څنګه ؤ؟.

دانبياؤدسپکاوي مرتکبين په دنياکې له ذليل کيدلو علاوه په آخرت کې يقيناُ جهنميان دي .الله تعالی په سورت الکهف کي فرمایې:(ذلک جزاءهم جهنم بما کفروا واتخذوا آياتي ورسلي هزوا)په انبياؤپورې دملنډو وهونکوجزا جهنم ده.ددوئ دکفر او دالله په اياتونو او انبياؤ پورې دمسخرو له امله .

په اوسنۍ زمانه کې چې په ډنمارک او نورې اروپا کې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته منسوب له سپکاوي ډک کارتونونه جوړ اوخپاره شول داهم داسلام  په مقابل کې ددليل او منطق په ډګر کې دغرب دماتي اوناتوانۍ عکاسي کوي .په غرب کې منحرف مسيحيت او مادي الحادي فکر په دليل او منطق سره داسلام له مقابلې پاتې راغی ،اوس دغه خپله ماتې کله په خپلو پوځي بلوسې او کله هم په اسلامي مقدساتو په بريد پټول غواړي.

يو ځل ئې مرتد(سلمان رشدي) استعمال کړ ،او بيا ټول په يوه خوله دهغه ترشاودريدل .بل ځل یې مرتدې (تسليمي نسرين )ته پناه ورکړه .بل ځل یې دقرآن په خلاف دسيسه جوړه کړه او د(رښتوني قرآن)په نامه له الحاداوسپکاوي ډک کتاب چي دقران سورتونوته په ورته شکل ليکل شوی ؤ رامنځته اوخپورکړ.

دپورتنيو جناياتو ترڅنګ ټول غرب په يوه خوله دجهاد په مقدسي فريضي دتروريزم او وحشت تور ولګاوه ،او دمسلمانانو له ذهنونوڅخه ددغي فريضې دقدسيت دويستلو لپاره ئې په زرګونو طريقي او په ملياردونو ډالره په کار واچول .

دغه ډول حرکتونه ټول ددې لپاره ترسره کيږي چي په اسلامي امت کې دديني حميت نبض معلوم کړي او دهغه په تناسب په خپلو نورو جناياتو کي زياتوالی راولي .

داروپا ددغه جنايت په هکله ځينې غرب ځپلې حلقې اوپه خپله اروپايان داهڅه کوي چي دغه جنایات د کومې جريدې شخصي او انفرادي اقدام معرفي کړي،خو داخبره هغه وخت غلطه ثابتيږي چي داوسنيو جناياتو په هکله سړی خپله دډنمارک او اروپائې ټولنې رسمي دريځونه وګوري.

دډنمارک صدراعظم دهغي جريدې له دريځ څخه چي دسپکاوي کارتونونه ئې خپاره کړې ول دبيان دازادۍ په بهانه دفاع وکړه او تر شائې ودريد .اوکله چي په اسلامي هيوادونو کي ددغه جنايت په مقابل کې سخت عکس العمل راڅرګند شو، او په ډنمارک کې دپنځه ديرشو اسلامي هيوادونو سفيرانو وغوښتل دډنمارک له صدراعظم سره دګوري ،خوهغه له غروره ډک موقف اختيار کړ ،له هغوي سره ئې هيڅ ونه ليدل دمسلمانو هيوادونو په دريځ اودتقريبا يونيم مليارد مسلمانانو په احساساتو ځان خبرول ئې له خپل شان سره مناسب ونه بلل .

دغه موقف هغه وخت دټولې اروپا په رسمي موقف بدل شو چي داروپا داتحاديې رئيس دډنمارک دصدراعظم ددريځ تأييد وکړ ،اودمسلمانانو مظاهرې یې دتأسف وړ وبللې. بلکه تردې هم ورتير شو او رسما یې دډنمارک په منافعو حمله په ټول اروپائې اتحاد حمله اعلان کړه.

داروپایې اتحاد له دغه رسمي احمقانه اومغرور دريځ سره دهم آهنګي اولسي ملاتړ په نيت له سپکاوي ډک کارتونونه دنورې اروپا اخبارونو اوجرائدو په مکررډول خپاره کړل او دمسلمانانو غبرګون ته یې هيڅ اهميت ورنه کړ.اوپدې کارسره اروپايانو عملا ثابته کړه چې داسلام اومسلمانانو په خلاف دهغوئ حکومتونه او ميډيا چي بايد دولسونو ترجماني وکړي سره مشترک موقف لري.

که له يوې خوا اروپا  دغو جناياتوپه دفاع کې مشترک دريځ غوره کړ،له بلې خواپه ټوله نړۍ کې مسلمانانو هم وښوده چي دهغوئ په وجود کې لا تر اوسه دمحمد صلی الله عليه وسلم روح څپاند او ژوندی دی.مسلمانانو هم ثابته کړه چې دغرب بې تهذيبه فرهنګ،اوپه اسلامي نړۍ کي غربي ډوله تبليغاتو دهغوئ له زړونو دانسانيت دمحسن محمد صلی الله عليه وسلم مينه نده ويستلي . په میليونونو مسلمانانو په پرله پسي ډول په مظاهرو او لاريونونو کي برخه واخيسته اوشهادتونه ئې ومنل.

چې پدې لړ کې افغانانو بيا بیا ټولې نړۍ ته له خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره په داسې حال کې دميني ثبوت وړاندې کړ چې  خاوره ئې لا دهمدغو يرغلګروتر اشغال لاندې ده.هغوي په لويو مظاهرو او ديرغلګرو په مرکزونو په بریدونو اودزخمونواوشهادتونوپه زغملو دا وښودله چي افغاني روح او اسلامي احساسات لا تر اوسه ازاد اوسرشار دي .که څه هم چېغربینو دافغانانو دافکارو د بدلولو لپاره په میلیردونو ډالر مصرف کړل.

کرزي اودهغه حکومتي اجیرو ملایانو خو افغانانو ته ديرغلګرو په خلاف دزغم توصيي وکړې . اوکرزي خولا په خپلو ويناؤ کي خلکو ته دډنمارکيانو دبښلو توصيه هم وکړه .پداسي حال چې بښنه هغه وخت کيږي چې مجرم خپل جرم ومني اودهغه په هکله بښنه وغواړي.

په هغه وخت کې دافغانانو لپاره دبش قاضي القضات خوپه ډيره بي شرمي داهم وويل چي غربيان زمونږدښمنان نه دي ،هغوئ زمونږدوستان دي، اودا ځکه چي هغوئ مونږته دلندن په کنفرانس کې دلس ملياردو ډالرو وعده راکړې ده . دبش ملا دوپيازه هلاک شوي فضل هادي شينواري  په هغه وخت کې دغرب په خلاف مظاهرې داسلام په خلاف کار وباله.او پدي کارسره ئې خلکوته داښه واضحه کړه چي نوموړي ته د محمد صلی الله عليه وسلم تر ذات اوشخصيته دامریکایانو او اروپايانو خوشحالول ډير اهميت لري.

څه بايد وکړو ؟

پداسي حال کي چي هيوادونه ،پوځي توانائې ،فرهنګ،مقدسات ،وګړي ،اوهرڅه مو تربريد لاندې دي څه بايد وکړو؟

آياله غرب سره ودريږو؟ لکه څرنګه چې داسلامي مزدور واکمنان اود غرب نور ترجمانان راته توصيه کوي ؟

که بي تفاوته پاتې شو اوددغه ډول يرغلونو په خلاف هيڅ موقف ونه نيسو ؟ايا يرغلګربه پدې کارنورهم زړورنه شي ؟اوکه دفطري اواسلامي تقاضا په اساس ديرغلګرو په خلاف ودريږو، اوله خپل هرډول ديني،ملي،او اخلاقي ارزښتونوڅخه ددفاع په لاره کې ځان قربانۍ ته تيار کړو ؟

دسليم عقل ،ازاد فطرت او افغاني حميت تقاضا خوداده چي بايد نه له يرغلګرو سره ودريږو، اونه بي تفاوته پاتې شو.بلکه په ميړانه دهرډول پوځي او فکري يرغل مقابله وکړو.

خو داچي دامقابله څنګه وکړو دايوډول منظمي ستراتيژۍ اودحالاتو له تقاضاسره سم تدابيرو ته اړتيا لري ،اوکه داسې ونشي نو بيابه مو ډيرڅه دبي نظميواوبې هدفيو په سيند لاهو شي .

مونږ بايد دغرب دکليساځواب له مسجده ووايو،زمونږ مسجد بايد په هر لحاظ دومره غښتلی شي چې دغرب دمجهزې کليسا مقابله وکړي .

مونږ بايد دغرب دپوځي يرغلونو ځواب له سنګرڅخه ووايو .ترڅوچي زمونږ په سنګرونو کي ځوانان ناست وي دغرب په آيسکريم اوشرابو لوی شوي يرغلګرپوځيان دوړاندي تللو همت نشي کولای .اوپه کوم ځای مو چې سنګر خالي کيږي هلته به هرو مرو دښمن مخ په وړاندې ځي .

مونږ بايد دغرب دکلتور اوفرهنګ مقابله داسلامي ارزښتونو په خپرولو او داسلامي ژونددود په خپلولو وکړو.دغرب بې تهذيبه اوبې معنويته فرهنګ له لنډغرتوب پرته زمونږ لپاره هيڅ نلري.

او که چيرې غرب له مونږ(مسلمانانو)سره مذاکرات وغواړي نو بايد دتساوي پر اساس وي .هغوئ باید زمونږ خاورې پريږدي ،او خپل يرغلونه  ودروي، او دمتقابل درناوي پر بنسټ دې ددليل او منطق په رڼاکې دمذاکرې ميز ته له مونږ سره کښيني.

خو داچې له يوي خوا یې زمونږ هيوادونه لاندې کړي وي ، او له بلې خوا مونږ ته په ازاد ژوند قائل نه وي، او په اسلامي هیوادونو کې هر څه دخپل مزاج مطابق تر سره کول غواړي، ځان حاکم اومونږ دمحکوم په صفت پيژني، پداسي حالاتو کې اصلاً مذاکره اومفاهمه هيڅ معنا اوحيثيت نلري.

په دغه ډول حالاتو کې مسلمانان مجبوره دي چې په بالمثل عمل لاس پورې کړي،ځکه چې لدې پرته بله هيڅ لاره او وسيله ورپاتې نه ده. اروپايانو چې داسلام او مسلمانانو په خلاف کوم ناپاک عزایم ښکاره کړي دهغو دځواب لپاره په ادسنيو شرايطو کې تر ټولو غوره اوهر اړخيزه لار دهغوئ دمصالحو په خلاف هراړخیزه جګړه او له هغوئ سره مقاطه ده.

يوازې اقتصادي مقاطعه نه ،بلکه هرډول مقاطعه ،مونږ بايد دجنايتکارغرب له زینتي توليداتو ،فرهنګ،ډپلوماسۍ،موسسو اوهرهغه څه  سره مقاطعه وکړو چې شدید ضرورت ورته اه لرو.

کيدای شي ددغې مقاطعې تأثير په يوه يادوه ورځو کې څرګند نشي ،خو په اوږده موده کې دغرب داقتصاد اوتمدن لپاره دهغه زخم تأثير ولري چې په کراره کراره وينه تري ځي ،اوبالآخره نور دژوند کولو وړتيا له لاسه ورکړي.

نن دمسلمانانو اوغرب ترمنځ دماديت او معنويت جګړه روانه ده، اوتاريخ دتل لپاره ثابته کړې چې بری تل دمعنويت په برخه وي ، که څه هم چې باطل په ابتدا کې زورور ښکاري .

لکه څنګه دروسانو مادي فکر اوتمدن زمونږ دبرحق معنويت په وړاندې ماتې وخوړه همدا ډول به إن شاء الله هرو مرو دمکار، مغرور، اومتکبر غرب  سرنوشت هم وي .که څه چې یو څو ورځې به زمونږ څو خرڅ شوي او کرایي لیکوالان، پوچ مغزي او له اسلامي ارزښتونو پردي شوي روښانفکران!!!؟اوطوطي ډوله شاعران پر دې ملت دغرب دلویدلو ارزښتونو او بې لارې فرهنګ دورتپلو په بدل کې یو څو ډالر واخلي خو سبا به دوئ هم لکه دسلیمان لایق اعتراف کوي چې هسې یی دکاغذ پر مخ خلکو ته جنتونه جوړ کړي ول.

-پاي –



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.