د جمعې په ورځ لمانځه ته وختي وتل

دکتور کفایت الله وردګ

د جُمعې په ورځ یو مهم سنت دا دی چې انسان څومره کولی شي باید وختي جامع جومات ته لاړ شي هلته د مانځه انتظار وکوي ، که د نفلو وخت وي نفل وکوي او چې کله امام خطبه شروع کړي نو په خاموشي او توجه سره هغې ته غوږ کیږدي دا هم د هغه سنتونو له جُملې څخه دی چې مونږ ورڅخه یا خو نا خبره یو او یا خو ورڅخه خبر یو لکن هېڅ پروا یې نه کوو زمونږ په جوماتونو کې هغه وخت بير بار جوړ شي چې کله مانځه ته لږ وخت پاتې شي حال دا چې دا جومات ته وختي تلل ځان ته د زیات ثواب سبب کیږي د حضرت ابی هریره رضض څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

من اغتسل يوم الجمعة غسل الجنابة ثم راح في الساعة الأولى فكأنما قرب بدنة، ومن راح في الساعة الثانية فكأنما قرب بقرة، ومن راح في الساعة الثالثة فكأنما قرب كبشاً أقرن، ومن راح في الساعة الرابعة فكأنما قرب دجاجة، ومن راح في الساعة الخامسة فكأنما قرب بيضة، فإذا خرج الإمام حضرت الملائكة يستمعون الذكر . صحیح البخاري

ترجمه : چا چې غسل وکولو د جُمعې په ورځ داسې غسل لکه د جنابت د لرې کولو لپاره یې چې کوي بیا په اول وخت کې لاړو (جومات ته) داسې ده لکه اوښه یې چې صدقه کړې وي،

څوک چې بیا په دوهم ساعت کې ورغلل داسې دی لکه غوا یې چې صدقه کړې وي،

څوک چې بیا په دریم ساعت کې ورغلل هغه داسې دی لکه ښکر لرونکی ګډ یې چې صدقه کړې وي،

څوک چې په څلورم ساعت کې ورغلل داسې دی لکه چرګه یې چې صدقه کړې وي،

چې په پنځم ساعت کې څک لاړل داسې دي لکه هګۍ یې چې صدقه کړې وي،

کله چې امام د خطبې لپاره پاڅیږي بیا ملائک راشي او خطبي ته غوږ ونیسی .

اوس به مونږ خپل ځان ته فکر وکوو چې موږ د جُمعې مانځه ته په کوم وخت کې ورځو؟

بل حدیث دی امام احمد رحمه الله یې روایت کړی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

ترجمه : چا چې (د جُمعې په ورځ) غسل وکولو او وختي مانځه ته ووتلو او جامع جومات ته په پښو باندې ورغلو امام ته نېږدې ورغلو غوږ یې ونیولو عبث کار یې ونه کولو (لکه خبرې یا کوم بل حرکت) نو ده ته د هر قدم په بدل کې د یو کال د عمل ثواب ورکول کیږي چې دا یو کال یې د ورځې روژه نیولې وي او د شپې یې قیام کړی وي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د