خبرونه

وکیلان: د ولسي جرګې رییس باید لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي

نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، د دې جرګې د دارالانشاء د رییس په ګډون دې د ولسي جرګې رییس هم د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې کُبرا مصطفوي وايي، وکیلان باید د مور میرې چلند ونه کړي او په فساد کې ټول ښکېل کسان باید لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شي.

د دې په خبره، د ولسي جرګې د حقیقت موندنې پلاوي د دې جرګې رییس هم په فساد کې ښکېل بللی او لویې څارنوالۍ ته باید د خپل کړي فساد ځواب ورکړي.

ده وايي، د ولسي جرګې غړي نور د دې جرګې رییس دنده نه شي زغملی او باید څارنوالۍ ته ورپېژندل شي او جرګه دې غیر عادلانه پرېکړه نه کوي.

خو د ولسي جرګې منشي عبدلقادر ځاځي ناستې ته ویلي، چې په فساد کې د ښکېلو کسانو نوملړ یې لویې څارنوالۍ ته لېږلی او هماغوی به ورنه څېړنه کوي.

د ځاځي په خبره، د ولسي جرګې غړي قاضیان نه دي، دوی غږ پورته کړ او پرېکړه به لویه څارنوالي کوي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمد احمدزي له لویې څارنوالۍ وغوښتل، چې په فساد کې ښکېل کسان باید ونیسي او څېړنه ترې وکړي.

په ولسي جرګه کې دغه ناندرۍ داسې مهال پورته شوي، چې د تېرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون د دې جرګې پر رییس تور پورې کړ، چې ۴ میلیونه افغانۍ یې د ملي شورا د لګښتونو، د اضافي کارکوونکو په استخدامولو او نورو نومونو اختلاس کړي دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او اخیستل شوې پیسې یې خپل صلاحیت بللی چې دولت ورکړی دی.

ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي د تېرې شنبې په ورځ د دې جرګې څلور غړي همایون همایون، عبیدالله بارکزی، ګل پاچا مجیدي او حمیدزی لالی له ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې د ولسي جرګې د ناستو نه منع اعلان کړل.

د ولسي جرګې د رییس د اداري فساد غږ داسې مهال پورته کېږي، چې ډېری لوړ پوړي چارواکي په اداري فساد کې ښکېل بلل شوي؛ خو لویه څارنوالي او نور قضایه اورګانونه ترې پوښتنه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه وایم : لمړی : باید دغه مبارک ایته له دغی طویلی لیری شی دغه پاک اومبارک ایته ته توهین دی چه طویله کی نصب شوی وی او د لاندی یی هر ډول فجایع ، غلاوی رشوتونه او جنګونه او جلا جلا ویشنی شتون لری . د هغوی د پاره د دغه ایت معنی د باره د الله ج په ځای د دجال نوم عوض شوی یعنی د دجال په رسی ( دموکراسی ) منګولی ولګوی او د تفرقی په ځای اتفاق مه کوی . دغه مبارک ایت دوی معنی کوی. او ځینی خو په دغه ایت حتی عقیده او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x