
بلخ کې سرتېري بریدګر یو قومي مشر وژلی
نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶):د بلخ امنیتي چارواکي وايي، نن سهار اووه بجې د مزار شریف ښار سویل لویدیځ لور ته د شادیان دروازې په سیمه کې پر یوه قومي مشر حاجي غني سرتېری برید شوی، چې له امله یې حاجي غني وژل شوی او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شېرجان درانی وايي، وژل شوی قومي مشر و او ټپیان هم ملکي وګړي دي.
د دراني په خبره، برید د مزار شریف ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې شوی او اوس سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده.
نوموړي د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویلي او نه تراوسه د دې برید مسوولیت چا منلی دی.
دغه برید داسې مهال کېږي، چې په دې ورځو کې د بلخ د والي عطاء محمد نور د ګوښه کولو اوازې ګرمې شوي دي؛ خو تراوسه ارګ او نورو باوري سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.