شعـــــرونه

ديموکراسي – مشفق حريتمل

چې نظام اوس دهيواد ديموکراسي ده
غلامان دي که پاچا که چپړاسي ده

ننګ غيرت اوس دپرديو ملګرتيا شوه
شروع کړې غيريتيانو جاسوسي ده

دميوند دملالۍ کېسې اوس نشته
کېسه ګرمه د راني او دتولسي ده

دشرابو څښاک اوس دې حال ته راغلی
ته به وايي چې يا ډيو ده يا پيپسي ده

چې غليم  کړې د وطن پېغلې سرتوری
دا بری نه دی دا هسې  دوسي ده

هلته ګران وطن د اور لمبو کې سوځي
خو له غمه يې بيا دلته بې حسي ده

يرغلګرو ټول وژنې شروع کړي
سا ورکړې د بابا ترڅنګ لمسي ده

په ځوانانو کې هم هېڅ خوند پاتې نه ده
څوک شم ډم څوک سندرغاړی څوک چرسي ده

تش په نوم باندې پښتو ن  يې پښتون نه يې
هر دويم لفظ دې خوله کې انګليسي ده

رسنۍ هم صليبيت ته په خدمت دي
ازادۍ مشال ډيوه که بي بي سي ده

خيال يې ړنګ قلم يې مات ژبه يې ګونګه
چې دکوم قلموال ډمه پاليسي ده  

خدای ته ګورۍ تقدس دقلم ساتئ
دا پيغام هر قلموال ته خصوصي ده

هسې وخت ضايع کوي نه په سندرو
دمشفق هره خبره اساسي ده

-=—–

مشفق حریتمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x