خبرونهنړۍ

پاکستان: پنجاب کې ترافیکي پېښې ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶):د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی موټر ګړنګ ته لوېدلی، چې له امله یې ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب ځايي پولیسو ویلي، پېښه تېره شپه د چکوال ولسوالۍ په کلرکهار سیمه کې شوې او مړه او ټپیان تبلیغان دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، بس د خیبر پښتونخوا له کوهاټ سیمې نه رایونډ ته روان و او سپرلۍ یې هم د اړوندې سیمې دي.

یاده دې وي، د پنجاب مرکز لاهور کې د تبلیغیانو ستر مرکز رایونډ دی، چې هر کال زرګونه خلک ورځي.

تراوسه د پېښې علت نه دی په ډاګه شوی؛ خو د پنجاب پولیس وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x