خبرونه

ننګرهار: په مومندره کې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سیمه کې د ملکي وګړو په حجره«مېلمه‌ستون» کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره، ماین د محمدعلي جان په نامه د یو کس د کور په حجره کې ځای پرځای شوی و، چې له امله یې یو کوربه او یوه مېلمه وژل شوي او یو مېلمه او درې کوربانه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی روښانه شوی؛ خو ورته پېښې زیاتې د شخصي تربګنیو له امله کېږي.

مومندره د ننګرهار نسبت امن ولسوالي ده او د جنګ جګړو راپورونه ترې ډېر کم ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x