
ناټو: د دولتي ځواکونو تر پياوړتيا به په افغانستان کې يو
نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶):د ناټو سر منشي د شمالي اتلانتيک سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې د دولتي ځواکونو تر پياوړتيا پوري به په افغانستان کې مېشت وي.
د سټولټنبرګ په وينا نژدې ۳ زره نوي پوځي روزونکي به د دولتي ځواکونو د روزني لپاره په را روان کال کې افغانستان ته ستانه شي.
طالبانو يې په وړاندي غبرګون ښودلی.
طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي: (( د ناټو مشران بايد درک کړي چې طالبان ناکام شوي نه دي ، هغه خلګ دي چې د خپلي عقيدې او هيواد څخه د دفاع لپاره يې د ناټو په مشرۍ د نړۍ نيم ميليون هغه ځواک په ګونډه کړ چې په ټولو عصري وسائلو او ټکنالوجۍ سمبال وو)).
د ناټو سرمنشي ويلي چې طالبان به په افغانستان کې ماتوو خو ښاغلی مجاهد وايي چې اوس هم د طالبانو د ناکامۍ خبري کول د ناټو مشر ته د شرم خبره ده.
د ناټو د غړو هيوادونو وزيران د دوه ورځنۍ غونډي په جريان کې نن پنجشنبه د افغانستان په اړه ږغيږي.
په ننۍ غونډه کې به د ۳ زرو سرتيرو د هيوادونو ونډه هم معلومه شي چې کوم هيواد څومره عسکر افغانستان ته ورکوي تر څو د ۳۰۰۰ عسکرو شمېر بشپړ کړي.
ستاسو روزنه د مرګ لپاره ده.
ستاسو اصل مقصد د افغان ولس وژنه ده، دا چی ځوانان د هیواد د ملا تیر حاصیت لری ځکه تاسو یو افغان ورته لاندی کړی او بل پری پاسه کړی.
ټولو مالدارو افغانانو ته پکار دی چی د خپل مال څحه زکات مستحقو خلکو ته ورکړی تر څو چی زمونږ وروڼه افغانان مجبور نشی د غریبی له وجی د کفر غیږی ته ولویږی.
am که امریکا لا څه لاپی کوی ، یو څه بیاوړتیا خو لری ، ناتو خو هسی هغه مرڅپنه سپی یا ګیدړه ده ، د امریکا غلامان دی له امریکا پاتی شونی راټولوی امریکا په دی ویره [ چه که امریکا مو دفاع ونه کړی روسان به مو ژوندی تیر کړی او میرمنی به درڅخه خپلی کړی ] تل د ځان داسی غلامان ساتلی چه هر چیری تری د تازی سپو په شان استفاده کوی . ناتو په دا تیرو ۱۶ کالو کی څه غول کړی چه له دی وروسته به یی وکړی ، هسی دامریکا په شان تکراری خبری… نور لوستل »