نړۍ

بلوچستان: د کوټې د پوليسو عمومي قومندان په چاودنې کې ووژل شو

نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): د بلوچستان مرکز کوټې ښار کې چاودنې د پوليسو عمومي قومندان جنرال حامد شکيل په يوې چاودنې کې وژل شوی دی.

د بلوچستان حکومتي سرچينې وايي، چې د پولیسو دغه لوړپوړی قومندان کوټې ښار کې له خپل کوره د وتلو په حال کې و، چې د چاودنې ښکار شو.

د چارواکو په وينا قومندان شکيل په چاودنې کې له خپلو دريو ساتونکو سره مرګونی ټپي شوی و، چې پوځي روغتون «سي ايم ايچ» ته پر لارې يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

تېره مياشت هم کوټې ښار کې پر امنيتي ځواکونو چاودنې شپږ کمانډو پوځيان وژلي او ۲۲ نور يې ټپيان کړي وو.

د تېرې مياشتې د بريد پړه پاکستاني طالبانو منلې وه، خو د نننۍ پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د بلوچستان اعلی وزير ثناءالله زهري رسنيو ته وويل، چې پېښه له کوټې ښار څخه څوارلس کيلومټره لرې چمن هاوسينګ سکيم ښارګوټي کې شوې ده.

له پېښې وروسته سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې او مشکوکو بريدګرو لټون روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x