خبرونه

ننګرهار: جلال اباد کې د دوو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): د جلال اباد ښار په څلورمې او دویمې ناحیو کې د ښاروالۍ له لوري د سړک جوړولو چارې پیل شوي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل وايي، د یادو دواړو سړکونو مالي لګښت ښاروالۍ پر غاړه اخیستی او د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د عمرخېل په خبره، په دواړو سړکونو ۴۱میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټولې پیسې د جلال اباد ښاروالي ورکوي.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي، د دواړو سړکونو اوږدوالی دویم نیم کیلومټره دی او د سړک پخولو ترڅنګ به یې ویالې او ګلدانونه هم ورغول شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر د ښاروالۍ له مسوولینو غوښتي، چې سړکونه دې په معیاري ډول ورغوي او د درغلۍ کولو څخه دې ځان وساتي.

اوسمهال د جلال اباد ښار زیاتې کوڅې او سړکونه خام دي او د ځینو سیمو خلکو په خپل شخصي لګښت د خپلو کورونو مخې کانکرېټ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x