
ورزش
بهیرمحبوب په کورنیو لوبو کې ۳۰۰ منډې جوړې کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنیو) لوبو په ترڅ کې د سپينغر لوبډلې لوبغاړي بهيرمحبوب ۳۰۳ منډې جوړې کړي او ناسوځېدلی پاتې شوی دی.
بهیر محبوب دغه منډې په ۴۶۵ توپونو د ۳۶ څلوریزو او ۱ شپږیزې په مرسته جوړې کړي دي.
د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو لوبغاړی دې ۳ سلیزې ووهي.
د سپین غر لوبډلې د بست د ۳۵۵ منډو په مقابل کې په لومړنۍ پاڼه کې د اوو ویکټو په سوځېدو ۶۴۸ منډې جوړې کړي او لوبه یې ختمه کړې ده.
تازه بست لوبډلې بیا د درې ویکټو په سوځېدو یواځې ۴۶ منډې جوړې کړي دي.