
قطر او امارات غواړي په افغانستان کې د ناټو سره همکاري وکړي
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې د ناټو غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو په کچه غونډه روانه ده چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست بهرامي هم ګډون په کښي کړی دی.
د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ نن د پنجشنبې په ورځ د ناستې وروسته د رسنیو سره په خبرې کانفرانس کې وویل چې قطر او امارات دفاع وزیرانو هم په دغه غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي وویل چې دواړه هیوادونه غواړي د ناټو د بشپړ ملاتړ په پروګرام کې ګډون وکړي.
هغه دا جوته نه کړه چې څرنګه ګډون به کوي خو زیاته یې کړه چې دواړه هیوادونه ډېرې وړتیاوي او معلومات لري چې د ناټو د بشپړ ملاتړ پروګرام ته به ډېره ګټه وکړي.
سرمنشي وویل چې په ننۍ غونډه کې ددوی ګډون یو ښکاره مثال وو چې نړیوال د افغانستان د حکومت او ولس په ټینګه ملاتړي دي.
نوموړي وویل چې په ننۍ غونډه کې دوی پر څلورو مهمو ټکو بحث وکړ، په افغانستان کې زمونږ د پوځ شمېر، د افغان ځواکونو مالي کومک، د اصلاحاتو او پخلاینې پروسه او همداسي د پاکستان سره تعامل.