
روزګان: دترینکوټ په ګرماب مانده سیمه کې چاودنې دوه پولیس ټپیان کړي دي
شاوخوا ساعت مخکې د روزګان په ترینکوټ کې چاودنه وشوه، د روزګان امینتي مسوولینو هم یاده چاودنه تاید کړې ده، د روزګان د امنيه قومنداني د امنيت آمر محمد اسلم کوچی وايی چې په دې چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي دي او نوره مرګ ـ ژوبله نه لري.د کوچي په خبره چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو. چې د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړل شوې ده.
د دې پېښې مسوولیت تر دې شېبې چاپه غاړه نه دی اخیستی.
یاده دې وي چې رزوګان یو له هغو ولایتونوڅخه دی چې وخت په وخت ترې دناامنۍ خبرونه خپرېږي چې د شنونکو په باور د روزګان اوسېدونکي ښايی په ټاکنو کې ګډون ته زړه نازړه وي.