نړۍ

سعودي د ۱۰۰ ملیاردو ډالرو په تور تر ۲۰۰ زیات کسان نیولي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): نن د سعودي حکومت په لومړي ځل د فساد په تور د وروستیو نیونو په اړه خپل موقف څرګند کړ.

د سعودي لوی څارنوال وویل چې تر اوسه د فساد په تور د ۲۰۸ کسانو سره پوښتنې شوي چې د هغو څخه یې ۷ کسان بیرته خوشي شوي او نور تر تحقیقاتو لاندي دي.

نوموړي وویل چې په تیرو لسیزو کې په سعودي کې تر ۱۰۰ ملیارده ډالرو زیات فساد شوی.

باید وویل شي چې په تیرو ورځو کې د سعودي پاچا سلمان د فساد پر ضد یو واکمن کمیسون جوړ کړ چې مشر یې خپل زوی ولیعهد محمد بن سلمان وټاکی.

نوي کمیسون د خپل کار په لومړۍ ورځ د پخواني پاچا عبدالله زوی او «شاهي ګارډ» مشر متعب بن عبدالله له دندې ګوښه او بندي کړ، د ریاض پخوانی والي او د متعب ورور ترکي بن عبدالله په شمول یې ملیاردر ولید بن طلال، څلور برحاله وزیران په لسګونو پخواني وزیران او لوی تجاران ونیول.

د رویټرز خبري اژانس په وینا یوه چارواکي ورته ویلي چې دغه کسانو باندي د رشوت اخیستلو، اختلاس، پيسو مینځلو او خپل چوکیو څخه ناوړه استفاده کولو تورونه دي.

په سعودي کې بانکي سرچینو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه ۱۷۰۰ شخصي بانکي اکاونټونه د حکومت له لوري ظبط شوي دي چې په هغو کې د پخواني ولیعهد محمد بن نایف او د هغه د کورنیو د غړو اکاونټونه هم شامل دي.

د سعودي چارواکو ویلي چې ټول هغه مبالغ چې د فساد اشتباه باندي وي، هغه به د حکومت په خزانه کې جمع شي.

که څه هم د سعودي حکومت او رسنۍ وروستیو پيښو ته د فساد سره د مبارزې نوم ورکوي خو نړیوال سیاسي کارپوهان د محمد بن سلمان وروستیو تحرکاتو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې هغه په شاهي کورنۍ کې خپل مخالفین ځپي تر څو یې د پاچاهي په وړاندي خنډ جوړ نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x