افغانستان

دفاع وزارت ۷۰ سلنه جنرالان تقاعد کوي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي : د افسرانو د ذاتي چارو په قانون کې د اصلاحاتو راوستلو کار تر بشپړېدو وروسته به يوازي ۳۰ سلنه جنرالان پر خپلو دندو پاته شي او پاته ۷۰ سلنه نور به تقاعد او پر کور کښېنول شي.

د دفاع وزارت د افسرانو د ذاتي چارو په نوي قانون کې د افسرانو د تقاعد عمر تر خپل اصلي مودې درې کاله کم شوی چې له مخي يې : د ستر جنرال لپاره ۶۲ ، ډګرجنرال لپاره ۶۰ ، تورن جنرال لپاره ۵۸ ، بريد جنرال لپاره ۵۶ او ډګروالانو لپاره ۵۴ کاله د تقاعد عمر ټاکل شوی.

په پخواني قانون کې د افسرانو د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی وو خو د اوسني قانون له مخي د افسرانو د تقاعد عمر درې کاله کم شوی.

د وزيري په وينا د افسرانو د ذاتي چارو نوی قانون چې کار پرې روان دی، درې پړاوه لري او د نژدې يو نيم کال په موده کې عملي کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا ته درواغجن او زوړ سپی به پکې شامل وي کنه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x