افغانستان

سرپل: ولایتي شورا ته د نوماند په ګډون د نهو کسو جسدونه موندل شوي دي

د سرپل امنیتي مسوولینو د دې ولایت ولایتي شورا ته د نوماند او دهغه د اتو ملګرو جسدونه موندلي دي.د سرپل دپولیسو د امنیت امر سخی داد حیدري وايی چې د دوی پولیسو د درې ورځې وړاندې تښتول شويو کسانو جسدونه موندلي دي.

د حیدري په خبره په دې جسدونو کې د سرپل ولایتي شورا ته د نوماند حسین نظري جسد هم شته.حسین نظري له خپلو لسو تنو ملګرو سره درې ورځې وړاندې طالبانوژوندی نیولی و.
حیدري وايي چې دوی ګمان کوي چې دا ډله کسان به طالبانو نيولي وي او وروسته به يې وژلي وي، په داسې حال کې چې طالبانو د حسین نظري اړوند خپله نظر په یوه خبرپاڼه کې ښکاره کړ او د حسین نظري او دهغه دملګروي نيول يې ومنل.
د سرپل د پولیسو د امنيت امر وايي چې داجسدونه يې په بېلابېلو سيموکې موندلي دي، پنځه جسدونه يې په سلطان غجراو څلورنور يې  په بغاوی سیمه کې موندلي دي.
طالبانو د دې پېښې اړوند څه نه دي ويلي.
یاده دې وي چې طالبانو پرلپسې د ټاکنو د ګډوډۍ خبرداري خپاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x