غزل

شرافت ویاړ

له سرو شونډو یې اوري بیا خوږې خوږې خبرې
یوازې خوږې نه دي کوي ښې خوږې خبرې

زما پرېمانه مینې یې د کبر یخی مات کړ
ترې څاڅکي څاڅکي څاڅکي ورېدې خوږې خبرې

ډېوه څیري ګرېوان د میني رنځ او درد د هجر
پر زړه مې را ورېږي د هغې خوږې خبرې

چې ته راشې زه هم درسره خوږ شم لېونیه
زما له خولې نه هم وزي ترخې خوږې خبرې

ویاړ اوس هغسې نه دی بدل شوی دی خو خیر
اوس بیا وکړه د تېرې زمانې خوږې خبرې

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.