د نن سرلیکنه

راتلونکې ټاکنې څومره له ولسي ملاتړ نه برخمنې دي؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا- سرمقاله: د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو پر اساس د ولسمشریزو ټاکنو څو محدودو کاندیدانو وکړای شول چې د۳۴ ولایتونو له مرکزونوڅخه یواځې ۱۴ هغوته یې دخپلو تبلیغاتي کمپاینونو د ترسره کولو په خاطر سفرونه وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنولپاره ټاکل شویوکاندیدانو د خپلو تبلیغاتي سیالیو لپاره پوره دوه میاشتې وخت درلود چې باید په هغه کې دهیواد ټولو ولایتونو ته تللي او دهر ولایت خلګوته یې خپلې راتلونکې تګلارې توضیح کړې وای.

خو داچې ښاغلي کاندیدان په ۶۰ ورځني مهلت کې یواځې د ۱۴ ولایتونو مرکزونوته په سفرکولو بریالي شوي دا ټول د هیواد دناسم امنیتي وضعیت او له ټاکنیز بهیرڅخه د ولس د نه ملاتړ ښکاره ثبوت دی.

د۸ نفرو نوماندانو له جملې څخه یې محدود شمیر توانیدلي چې د هیواد لویو ښارونو مرکزونوته ولاړشي او هلته د ولایت دمرکز په صحن کې یوشمیر خلګوته داسې ژمنې ور کړي چې په عملي کولویې نه هغه خلګ اونه هم خپله دوی هم باور لري او نور بیرته په عاجله توګه دهوا له لارې خپل ځان کابل ته را ورسوي.

که څه هم چې په حکومتي کچه د ټاکنیز بهیر لپاره پراخ تبلیغاتي کمپاین ترسره خو په ملي کچه ورسره کومه دلچسپی نه مالومیږي.
د ټاکنیز بهیرڅارونکي لوري هم وايي چې عام ولس په ټاکنوکې د زورواکو او حکومتي چارواکو مداخلې او لاس وهنې له مایوسي سره مخ کړي او دیته زړه نه ښه کوي چې په هغوکې ګډون وکړي ؛ ځکه هغوی په دې باوري دی چې د راتلونکي زعامت په ټاکلوکې اصلي اغیز د بهرنیانو او بیا داخلي زورواکانو دی نه د ولس درأیو.

کاندیدان او دهغوی کمپاینران هم د دې پرځای چې په ولایتونو کې دولسي خلګو حمایت ترلاسه کړي خپل ټول وخت په کابل کې د ایتلافونو په جوړولو او خپل منځي معامله ګیریو تیروي .

د روانې میلادې میاشتې په پیل کې د ټاکنو د دارالانشاء پخوانی مشر او د ډيموکراسۍ د څار ادارې رييس ذکريا بارکزی له رسنیوسره په خپلو څرګندونوکې وویل چې د ولسمشرۍ نوماندانو ټوله تکیه په بهرني حمایت او داخلي جنګسالارانو باندې ده، د نوموړی په خبره چې د نوماندانو اکثریت یې کومه ملي واضحه تګلاره نه لري او یواځې د خپل واک اوکرسي ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي .

اوس چې د انتخاباتو د پلیدو نیټې ته ایله دوې ورځې پاتې دي دکابل په شمول دهیواد په لویو ښارونوکې د ژوند ټولې چارې په ټپه ولاړې دي ، که واقعا دا انتخابات د افغانانو دنیک مرغۍ او د هغوی دیوه ښه سوکاله مستقبل لپاره وای نو بیا ولي په داسې نامناسبو امنیتي شرائطوکې ترسره کیږي چې د هغوی د ژوند چارې ورسره ودریږي .

افغانانو دوه ځلې مخکې هم د هغو ټاکنو پایلې ولیدې چې په نوم د افغانانو خو ګټې ورکې دبهرنیانو مطرح وې ، اوس بیا د هماغې لوبې تکرار دی وبه لیدل شي چې پایله یې دچاپه ګټه تمامیدای شي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x