افغانستان

فراه : خاک سفيد کې ولسي وګړي بمبار شوي

د فراه ولايت خاک سفيد ولسوالۍ پر ننګ اباد بازار او نژدې کليو د دولتي ځواکونو الوتکو بمبار کړی.

د ننګ اباد بازار او کليو پر کورونو د بمبار له امله ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

له سيمي نه عيني شاهدانو ويلي چې په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون کورونه او څاروۍ هم په نښه شوي.

د ننګ اباد بازار او اړوند کليو نژدې ۲۲ تنه ښځي او ماشومان د بمبار له امله مړه او ټپيان شوي.

د سيمي اوسېدونکي وايي : نن ماپښين دوې بجې دولتي ځواکونو داسي مهال پر سيمه بمبار وکړ چې د دولت هيڅ مخالف دلته شتون نه درلود.

د بهرنيو او دولتي ځواکونو له لوري پر عامو ولسي وګړو په دې وروستيو کې بمبارونه ورځ تر بلي خونړي او ډيرشوي.

کابو يوه هفته وړاندي په کندوز کې هم د امريکايانو په بمبار کې نژدې ۳۰ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتل چې د ناټو غوڅ ملاتړ په ياده پيښه کې د ملکي وګړو له وژلو چورلټ انکار وکړ او وژل شوي ټول کسان يې طالبان ياد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x