حکمتیار ولي دا وخت د خپلې کنګرې د راغوښتلو لپاره تعین کړ؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر وصایت لاندې د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسي یاد حکومت هیڅ داسې بریا نه لري چې هغه افغان ولس ته یې د یوې مثبتې لاسته راوړنې په توګه وښیي.

هغه څه چې ګډ حکومت یې خپله لویه لاسته راوړنه بولي هغه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول دي چې په پوځي ، امنیتي ، اقتصادي او معیشتي لحاظ یې ولس له زیاتو ستونزو سره مخ کړ.

یواځینۍ لاسته راوړنه چې ولس هم څه ناڅه ورته هیله مند او هغه یې د ګډ حکومت یوه کارنامه بلله هغه د حکومت د سولې له پروسې سره د حکمتیار یوځای کیدل و.

ولس فکر کاوه له دولت سره د حکمتیار یوځای کیدل به ریښتیا هم په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره زمینه مساعده او حکومت به په واقعي ډول د سولې په لاره کې نور هم ګامونه واخلي.

خو له دولت سره د حکمتیار تر یوځای کیدو وروسته د کندوز دوه ځلی سقوط ، د هیواد د اکثره ولایتونو د مرکزونو محاصره کیدل ، د هیواد نسبتا امن سیمو ته د جګړې غزیدل، افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو دوباره را ګرځیدل، په اچین کې د امریکایانو لخوا د بمونو د مور کارول، او بالاخره د ټرمپ ستراتیژي د تطبیق په نوم پر ولسي افغانانو د زرګونو بمونو اورول هغه څه و چې د سولې په اړه یې د ګډ حکومت داعیه په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې راوستله.

د ګډ حکومت په واکمني کې د پورتنیو ناخوالو پیښدل په یاد حکومت باندې د ولس بي اعتمادي نوره هم زیاته او د هغه د سقوط احتمال یې یقیني کړ.

په دغسي یوه حساس وضعیت کې هم حکومت او هم د هغه بهرنیو حامیانو ته د دې ضرورت و چې په هره ممکنه وسیله وي باید حکومت له قبل الوقت شړیدو نه وژغوري.

امریکایانو د دې کار لپاره د ټرمپ د خونړۍ جنګي ستراتیژي د پلي کیدو ترڅنګ ګډ حکومت ته د سلګونو بلک هاک پوځي څرخکو د ورکړې او ناټو افغانستان ته د ۳۰۰۰ اضافي سرتیرو لیږلو ژمنې وکړي.

د امریکا او ناټو له دې هڅو سره همزمان حکمتیار له هغوي سره په همغږۍ کې د حکومت په پلوي کې د لويي امریکايي خیمې تر سقف لاندې د خپل حزب د ۳۰۰۰ کسانو د راغوښتلو کنګره دائره کړه.

نوموړي یادې کنګرې ته دوینا په مهال په افغانستان کې د امریکایانو خلاف مقاومت د دووقومونو ترمنځ قومي جګړه وبلله ، هغه غیر شرعي جګړه کومه چې ده خپل ټول عمر د خپلو قومي او تنظیمي سیالانو په مقابل کې ترسره کړې.

د امریکایانو په دستور د امریکايي لويي خیمې تر چتر لاندې د حکمتیار لخوا د افغان ولس جهادي مقاومت ته د قومي جګړې نوم ورکول په اوسني حساس وخت کې د حکمتیار د حزبي کنګرې د راغوښتلو اساسي هدف دی.
ځکه امریکایان اوس په دې پوه شوي چې د دوئ په مقابل کې روان مقاومت له پوځي لارې خاموشه کول نا ممکن دی ، ځکه اړکیږي چې د سیاف او کشاف ترڅنګ د حکمتیار د مصنوعي فتوا ګانو او د افغان متحد ولس ترمنځ د هغه د نفاق اچوونکو مسمیاتو مرسته هم تر لاسه کړي.

خو فکر نه کیږي چې د حکمتیار جاهلانه مسمیات (نومونې) دي د اشغالګرو په خلاف د افغان ولس د جهادي مقاومت لمبې خاموشه کړای شي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه افغان
میلمه

امریکا ته طرحی او سکیمونه د مظلومو او بی دفاع افغانانو د وژلو بمبارولو لپاره مه ورکوی.
تعصب بس دی قومی جګړو ته لمن مه وهی بیا له ځانونو څحه د ټول افغانستان قصابان مه جوړوی

ماويل چې بازدی خو ټپوس وختو
په دوسانو کې دوس وختو

د زړه په وینو مي روزنه ورکړه
چي زړه ترې جوړ کړم خو په پوس وختو

دنیوی عشق اومینه یی تردی حده وه چه:
« د امريکا په ډالر ونڅېده »
« د خدای له مرستې نه مايوس وختو»

غوربندی
میلمه
غوربندی

دا سولېدلې مهره دې خدای ج د افغانانو له منځه ورکه کړي.

جمال
میلمه
جمال

د امریکایانو له خوا د کابل دغلامی اداری د لوړپوړو پوستو د باره عمده شرط دا دی چه له بوست اخستلو مخکی او وروسته باید هغوی او د هغه کورنی باید د امریکایانو له خوا وکارول شی دغه کار ورباندی د شرابو له پړسولو وروسته ترسره کیږی ، ویدیو ګانی یی ثبتیږی او ورته ښودل کیږی چه د سرغړونی په صورت کی به نړیوالو او هیوادوالو ته علنی کیږی نو په دغه کار یی تل تر تله په غلامی کی یرغمل کړی وی په حکمتیار بیچاره به همدغه بد همدغه ناخوالی ترسره شوی لوڼه خو یی د امریکا سفارت کی… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه

اشعلګرو ته نوی طرحی، پلانونه او د ګران افغانستان لاری ګوډری ښودل به د ښودونکی په زلت وی په دنیا او اخرت دواړو کی به زلیل او شرمنده وی.
له کومه وخته نا چی ګلبدین د اشعلګرو امریکایی ځواکونو سره یو ځای شویدی د افغان ولس قتل عام شروع شویدی ظلمونه اوج ته رسیدلی دی، نوی ډلی ټپلی جوړی شویدی او نوری د جوړیدو په حال کی دی. ۷۵۱ بمونه په افغان مظلوم ولس باندی په یوه میاشته کی غورځول دی.