افغانستان

وسلوالو طالبانو د اسمار، ناړۍ او غازي اباد ولسواليو لارې تړلي دي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوی وسلوالو ملګرو د کونړ ولايت، غازي اباد، اسمار او ناړۍ ولسواليو تر منځ لويې لارې تړلې دي.

مجاهد زياتوي چې، له نن سهاره د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو تر منځ لويه لار يې د حکومتي چارواکو او ټاکنيزو چارو پر مخ تړلې ده.

د ښاغلي مجاهد له قوله چې، دغه لاره يوازې د ټاکنو او دولتي چارواکو پر مخ تړل شوې او ولسي وګړي ښه په اسانه پکې تګ راتګ کولای شي.

خبر کاږي چې، وسلوالو طالبانو همدا رنګه د اسمار او ناړۍ ولسواليو تر منځ غزيدلې لاره هم تړلې او هيڅ دولتي او د ټاکنو کارکوونکي نشي کولای چې، له دې لارې تېر شي.

ذبيح الله مجاهد وايي چې، دولتي عسکرو د دې لارو د خلاصولو په موخه د ورځې په اوږدو په سيمه کې د دوی پر خلاف عمليات هم وکړل، ولې هغه یې په شا وتمبول. د کورنيو چارو وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x