نړۍ

عادل جبیر: هيله کوو، چې له ایران سره مخامخ جګړه کې ښکېل نه شو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۶): د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي، چې دوی په دې هيله دي، چې له ایران سره مخامخ جګړې کې ښکېل نه شي.

نوموړي له «سي ان بي سي» ټلويزيون سره په مرکه وويل، چې دوی په دې هم باوري دي، چې د سعودي په پلازمېنې رياض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر لګېدلی توغندی د ایران و او هغه توغندي ته ورته و، چې په تېر جولایي کې پر ینبع ښار لګېدلی و، خو بيا هم نه غواړي، چې له ایران سره په مخامخ جګړې کې ښکېل شي.

جبیر وويل، چې دغه ایراني توغندي یمن ته لېږدول شوی، هلته د ایران انقلابي ځواکونو او د لبنان حزب الله ډلې د وسلو کارپوهانو په ګډه د ریاض پر هوايي ډګر توغولی دی.

عادل الجبیر وايي: «دا بريد د دې معنا لري، چې ایران پر سعودي مخامخ جګړه پيل کړې ده.»

د سعودي په مشرۍ يمن کې د روانې جګړې ايتلاف د تېرې شنبې په ورځ د شوي بريد په اړه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ایران د يمن حوثي ملېشتو ته باليستيکي توغندي ورکړي او هغوی پرې سعودي په نښه کړی دی.

په اعلاميې کې راغلي: «د ایران له لوري د دغه ډول توغندي کارول د سعودي پر خاوره مستقيما بريد او د جګړې د پيل په معنا دی.»

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازو د سعودي د څرګندونو پر خلاف تونده ژبه کارولې او د سعودي دغه تورونه يې رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د ایران له لوري په لېږل شوي ليک کې راغلي، چې تهران د رياض تورونه په کلکه ردوي او دا تورونه د زور کارونې لپاره بهانه او د ملګرو ملتونو له اصولو سرغړونه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x