غزل/ عبدالقدوس فاتح

عبدالقدوس فاتح

چې د اخلاص او تقوا بوی له هر يو ځوانه راځي
نو خـود به داسې نصـــرتونه له أسمـانه راځي

شهيـــده حورې ستا له سرو وينـو خالونه وهي
ځکـه خو تاته آن د جنـــګ تر تود ميــدانه راځي

ډېر ژر به راشي په وطن ، د ښکلو بيا پاچاهي
دا يوسفي بنديـــان به تخـت ته له زندانه راځي

څوک وايي دا جهـــاد حق نده؟ ، ما ليدلي خپله
شهيـدان خښ شي او خوشبو له قبرستانه راځي

يوخوا پنځوس کفري ملکونه بل خوا يوطالب جان
خوبيا هم ټول ترېنه په تيښته له ميدانه راځي

زما اُميد دی چې به وي د امارت سپيـن لښکـر
چـې کوم نصرت ته د مهدي له خراســانه راځي

« فاتحـه » مونږ باندې د شکر امتحــان راغلی
د فتحو زيري له هر لوري ښه پرېمــانه راځي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.