افغانستان

کويټ افغانانو او پاکستانیانو ته ویزې نه ورکوي

نن ټکی آسیا: د کویټ حکومت په یوه نوي اعلان کې ویلي، چې د بهرنیانو لپاره د ویزې ورکولو په قانون کې یې یو لړ تعدیلات راوستلي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د شپږو هېوادونو اتباعو ته به د ویزې د نه ورکولو پرېکړه لا هم پر ځای پاته ده او پلي کېږي.

د کویټ د کورنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دا اقدام د کورني امنیت او د بهرنیو مېلمنو د خوندیتوب په غرض پورته کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې کویټ په نورو هېوادونو کې خپلو سفارتخانو ته امر کړی، چې له هغو هېوادونو پرته ، چې د کویټ سره يې اړیکې د نورو په پرتله ډېرې فعالې دي؛د ویزې د ورکولو لړۍ ته ادامه ورکړي؛خو د افغانستان، ایران، پاکستان،یمن، سوریې او عراق په اړوند د ویزې د نه ورکولو پرېکړه لا هم د تطبیق وړ ده او باید سرغړونه ترې ونشي.
د یادونې وړ ده، چې د کویټ حکومت له ۲۰۱۱ز کال راهیسې، د افغانستان او پاکستان په شمول د شپږو هېوادونو پر اوسېدونکو دغه هېواد ته د ورتګ او ویزې په ورکړه بندیز لګولی دی.
کویټ چې اوس هم پکې یو شمېر هغه افغانان، چې له پخوا راهیسې پکې ژوند او کاروبار لري اوسي، په داسې حال کې دغه بندیز لا پسې غزوي، چې د عرب پسرلي او یو شمېر نورو ولسي خوځښتونو د عربي واکمنانو د واکمنۍ مراندې په لړزه کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x