د ښو او بدو خلکو ۸ نښي

ژباړه کامران ملک

موږ پداسې نړی کې اوسیږو چې هلته دوه قسم خلک شتون لري یو هغه چې ورته ښه خلک وایو او بل بد خلک دي نو باید ددوی په ځینو خصوصیاتو ځان پوه کړو:

۱. ښه خلک همیشه د هرچا احترام کوي او خبره یی اوري اما بد خلک بیا یواځې د هغه چا خبره اوري چې د اقتدار خاوند وي او یا په بله اصطلاح د قوت درلودونکی وي.

۲. ښه خلک ددی هڅه هیڅکله نکوي چې نور خلک د ځان په څير کړي اما بد خلک ددی زیاته هڅه کوي چې خلک د هغوی په څیر شي.

۳. ښه خلک ددی لیواله نه وي چې د نورو خلکو توجه ځان ته را جذبه کړي اما بد خلک بیا د خلکو توجه اړولو وږي وي.

۴. ښه خلک هیڅکله د ځان تعریف نکوي او نه غټی غټی خبری کوي اما بد خلک بیا همیشه ځان ښودنه کوي او کوشش کوي چې ځان خلکو کې مطرح کړي.

۵.ښه خلک همیشه خپل نظر په ښکاره توګه څرګندوي اما بد خلک بیا اوازی خپروي او خبری په ښکاره توګه نه کوي.

۶. ښه خلک همیشه په خپلو وعدو ولاړ خلک وي اما بد خلک وعدی کوي اما په خپلو وعدو او ژمنو نه دریږي.

۷. ښه خلک اکثره د نورو تعریف کوي اما بد خلک اکثره په نورو نقد کوي ترڅو ځان ښه وښایی.

۸. ښه خلک همیشه له نورو سره ښه او همکار اوسیږي اما بد خلک یواځی هغه وخت له نورو سره ښه اوسیږي ترڅو یې چې ورته څه کار بند وي.