افغانستان

هلمند کې پر سرحدي عسکرو موټربم سرتېری بريد شوی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۶): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د درېيمې امنيتي حوزې په بولان سیمه ې د سرحدي عسکرو پر دویم کنډک موټربم سرتېری بريد شوی او درنه مرګ ژوبله هم لري.

د سرحدي عسکرو يوه قومندان ظاهر ګل رسنيو ته ويلي، بريد د مازدا ډولي موټر په واسطه شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دغه پېښه کې اته عسکر ټپيان شوي او يو وژل شوی دی.

طالبانو د بريد مسؤوليت منلی او د ګڼ شمېر عسکرو د مرګ ژوبلې خبر يې ورکړی دی.

د طالبانو له لوري په لنډ خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې د بولان دويم کنډک قرارګاه کې څلور سوه عسکر پراته وو او له دې ځايه يې خپل جنګي عمليات کول، چې په موټر بم سرتيري بريد کې دغه کنډک په بشپړه توګه ويجاړ شوی او لسګونو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو هم د وژل شوو عسکرو کره شمېر نه دی ياد کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x