ورزش

کرکټ: افغان ۱۹ کلنو پاکستانۍ لوبډله راڅملوله

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۰مه ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو په اسیایي جام کې افغانستان په لومړۍ لوبه کې د پاکستان ۱۹ کلنو ته ستره ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډلمشر نوین الحق وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د پاکستان ټوله لوبډله په شلم اور کې په ۵۷ منډو وسوځوله؛ مجیب ځدراڼ ۶، الحق او یوسف ځاځي د پاکستان لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د ۵۸ منډو ټاکلی هدف د لوبې په اتم اور کې پوره کړ.

مجیب ځدراڼ چې د پاکستان لوبډلې۶ لوبغاړي یې سوځولي و، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx