افغانستان

سبا په هېواد کې د ټاکنو لومړۍ ورځ ده

د افغانستان د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشریزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې به سبا پیل شي. ټاکل شوې ده چې سبا به رایې اچونې په اووه بجې پیل او تر څلورو بجو به دوام وکړي.
تېره ورځ د ټاکنیزو کمپیانونو لړۍ پای ته ورسېده او د دولتي چارواکو په وینا دا چې د دې کمپاینونو په جريان کې کومه لویه ستونزه پېښه نه شو، نو زموږ امنیتي مسوولین به وکولای شي چې د ټاکنو په ورځ بشپړ امنیت ونیسي.

په داسې حال کې چې په نږدې تېرو ورځو کې کابل د زورورو بريدونو شاهد و، لاهم دکابل په زړه کې داسې بشپړې کورنۍ شته چې تراوسه يې نه نارینه او نه هم ښځينه کارتونه لري.د دوی په خبره د يوې رايي لپاره خپل ځان نه شي وژلي.
بل خوا د کنړ امنیتي مسوولینو خبر ورکړی چې د دې ولایت په نرنګ ولسوالي کې يې له یوه ماشوم سره دوولسوه جعلي کارتونه نيولي دي، چې ښايي دغسې خبرونه د ټاکنو اړوند د نه شفافیت انګېرنې لا غښتلې کړي.

همدرانګه طالبانو هم د یادو ټاکنو د ګډوډۍ او په ځينو سیمو کې د نه کېدو لپاره د ولایاتو او ولسوالیو ترمنځ دلارو د تړلو خبر ورکړی دی، دغه دلارو بندښتونه، په کنړ، لغمان، ننګرهار، هلمند، کندهار، زابل، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست او ځينې نور د طالبانو تر تسلط لاندې سیمو کې شوي دي.
یاده دې چې طالبانو په خپل وروستي ګواښ کې هم له خلکو غوښتي چې له ټاکنیزو مرکزونو دې لري اوسي، ځکه چې دوی د لیست په موندنې د ټولو ټاکنیزو مرکزونو د امینیتي مسوولینو اړوند مالومات پیداکړي دي.
افغان امنیتي مسوولین بیا په خلکو غږ کوي، چې باید په ټاکنوکې په پراخه اندازه ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x