نړۍ

امریکا د کال ۲۰۰۱ راهیسي پر جګړه د سړي پر سر ۲۳ زره ډالره مصرف کړی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۶): د یوه نوي څیړنیز راپور سره سم امریکا په کال ۲۰۰۱ کې پر افغانستان باندي د جګړې وروسته د هر ټیکس ورکوونکي امریکايي پر سر ۲۳ زره ډالر مصرف کړی دی.

د راپور سره سم:

  • پر افغانستان باندي له یرغل وروسته امریکا ۴.۳ ټریلیونه ډالر پر بهرنیو جګړو مصرف کړي.
  • له یاد مبلغ څخه یې یوازي ۱.۹ ټریلیونه په رسمي ډول منل شوي.
  • په مصرف شوي مبلغ کې د افغانستان ، عراق، سوریه جګړه او پاکستان کې عملیات شامل دي او همداسي په کور دننه د امنیت نیولو مصارف.
  • کارپوهان فکر کوي چې د ټرمپ په ولسمشري کې به دغه مصارف نور هم زیات شي.

د «براون پوهنتون» د شمېرو او احصائیو له مخې تر اوسه امریکا ۵ ټریلیونه پر بهرنیو جګړو مصرف کړي چې د پوځیانو د تقاعد مصارف ور زیاتي شي، مصرب به یو څو نور ټریلیونه هم لوړ شي.

د جګړې مصرف تر عنوان لاندي دغه راپور دلته کتلای شئ.

راپور وايي چې امریکا ۸۸۰ بلیونه ډالر په تیرو ۱۶ کلونو کې په عراق، افغانستان، سوریه او پاکستان کې مصرف کړل، ۷۸۰ بلیونه ډالر یې نور په هیواد دننه امنیت باندي مصرف کړل.

چې په دې توګه تر ۲ ټریلیونه ډالر کم مصرف د امریکا د حکومت له لوري په رسمي ډول منل کیږي، خو په حقیقت کې که د سږ کال مصارف هم ورسره یو ځای شي نو شمېره تر ۵.۶ ټریلیونه اوړي.

د کتونکو په باور د حقیقې شمېرې او اعلان شوي شمېرې تر منځ لوی فرق ډېر حیرانوونکی دی چې څرنګه د امریکا حکومت پر بهرنیو جګړو باندي د ټکس ورکوونکو ډالر مصرفوي او هغوی ته حقیقې شمېرې نه په ډاګه کوي.

په راپور کې اټکل شوی چې هر امریکايي ټکس ورکوونکي ۲۳،۳۸۶ ډالره ورکړي.

راپور کې ویل شوي چې د مصارفو د اټکلونو تر منځ فرق له دې وجې هم دی چې په دغه راپور کې نه یوازي د پنټاګان او دفاع وزارت مصارف ځای شوي، بلکې ټول هغه مصارف په کښي شمېرل شوي چې د جګړې له امله د بهرنیو چارو وزارت کړي، د جګړې څخه د را ګرځېدلیو عسکرو وزارت او د کورنیو چارو وزارت د امنیت د ټینګښت لپاره کړي.

د راپور سره سم د امریکا حکومت د جګړې څخه پر را ګرځېدلیو یا پخوانیو عسکرو شاوخوا ۳۰۰ ملیارده ډالره مصرف کړی چې د اقتصاد پوهانو په وینا په راتلونکو ۴۰ کلونو کې به دغه مصارف یو ټریلیون ته پورته شي.

د څیړونې لیکوالې «نیټا کرافورډ» اټکل کړی چې په راتلونکو کلونو کې د ټرمپ په ولسمشرۍ کې به دغه مصارف نور هم زیات شي.

او زیاته کړې یې ده: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د انخلاء هیڅ څرک نه ښکاري او نه هم په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو عملیاتو د ختمولو پلان ښکاري.

لیکوالې په خپلې څیړنې کې ویلي: هره جګړه تر مخه، په حال کې او وروسته مصرف لري، ځکه چې حکومتونه د جګړې لپاره لومړی تیاری نیسي، بیا جګړه کوي او وروسته خپل زخمونه تداوي کوي او تخریب شوي وسلې له سره جوړوي او همداسي هغه زېربینا بیرته رغوي چې په جګړه یې تخریب کړي.

سرچینه: البوابه نیوز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x