د پوستکي د سپینولو اسانه لار

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۹مه ۱۳۹۶ل): په عامه توګه هر انسان کوښښ کوي چې د بدن پوستکی یې سپین وي، په خاصه توګه ښځې د پوستکي د سپینوالي لپاره مختلف کریمونه او فيس واش استعمالوي، خو اکثر یې بیا هم ښې پایلې نلري.

ددې لپاره مونږ ستاسې لپاره ډیره یوه اسانه او ارزانه نسخې درک موندلی دی، چې په استعمال سره یې تاسو کولای شئ په ډیرې اسانئ خپل د بدن پوستکی سپین کړئ!

د پوستکي د سپینولو لپاره تاسې باید د جوارو نشایسته (اوړه) او یو دانه لیمو ولرئ.

د استعمال لارې:

یوه لیمو دانه به په یوه کاسه اوبو کې واچوئ، په اور یې تر لسو دقیقو کیږدئ، ښه یې ولړئ تر څو ښه وخوټیږي، بیا دوه کاشوغې د جوارو نشایسته واچوئ یوه شیبه یې په اور کیږدئ ښه یې ولړئ تر څو د فریني یا جیل په څېر ټینګ شي.

له سړیدو وروسته یې پر بدن ووهئ او د پنځلس دقیقو لپاره یې پریږدئ, بیا یې په سړو اوبو پاک پریمنځئ، وګورئ چې څومره فرق مو پوستکي کې راغلی.

د څو ورځو لپاره دغه طریقه تکرار کړئ، د بدن پوستکي په سپینوالي کې به مو فرق ډیر واضح وي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
زبیح
میلمه

سلام وروره جاه مننه د معلوماتو نه دی
دا راته ووایه چی روغ لمیو پکی واچو او کی وزبیخو
بیا هم مننه