نړۍ

اسرائیلي ورځپاڼه: د فلسطین خاوره زمونږ ملکیت نه دی

د “ییتد نئمان” په نامه یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې د (دا ځمکه په قباله کې د اسرائیلي ولس په نامه ثبت نه ده) تر سرلیک لاندې یوه بې سابقې مقاله خپره کړې.

مقالې د یهودو په دینپرستو ډلو کې د یادې ورځپاڼې پر خلاف سختې نیوکې راپارولي.

په مقاله کې راغلي:

“پوښتنه دا ده چې دا ځمکه د چا ملکیت دی، مونږ باید خطا نه شو، ددې ځمکې په قباله کې دا ځمکه د اسرائیلو په نامه نه ده راجستر شوې، یهودان ددې ځمکې د ملکیت هیڅ سند نه لري، دا ځمکه د نورو ملکیت دی”.

د مقالې ليكوال د اسرائیلو د پارلمان د یو غړي (موتي یوغاف) هغه څرګندونې را اخسیتي چې په دې وروستیو کې ئې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمینځ د مذاکراتو په اړه ویلي وه:

“تر هر څه نه مخکې باید دې مهمې پوښتنې ته ځواب وویل شي چې ددې ځمکې خاوندان څوک دي؟”.

د یادونې وړ ده چې د مقالې له خپریدلو وروسته د یهودو مختلفو ډلو او ګوندونو په یادې ورځپاڼې د نیوکو باران جوړ کړی او د ورته مطالبو خپریدل ئې غندلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x