نړۍ

فاينانشل ټايمز: د ایران او سعودي سړه جګړې په تودې جګړې بدلېدای شي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۶): له لندنه خپرېدونکې فاينانشل ټايمز ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې د ایران او سعودي تر منځ په سړې جګړې خبره کړې او وړاندوينه يې کړې، چې په سيمې کې د پراختيا د زياتوالي او د نفوذ زياتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړې په تودې جګړې بدلېدای شي.

منځني ختيځ لپاره د فاينانشل ټايمز کارپوهې او استازې ایريکاسولمون ليکلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د سعودي له لوري چټک ګامونه د دې ښکارندوی دي، چې  دغه هېواد له ايران سره د سړې پر ځای د تودې جګړې پر لور روان دی.

د ليکوالې په باور يوازې په تېرو دوو ورځو کې د لبنان لومړي وزير سعد الحریري د سعودي له پلازمېنې رياض څخه خپله استعفا وړاندې کړې او داسې ښکاري، چې د دې استعفا تر شا د سعودي فشارونه دي، په داسې حال کې، چې په لبنان کې ايران پلوې حزب الله ډله د پخوا په پرتله ډېره فعاله ده.

د حريري له استعفا څو ساعته وروسته سعودي پر ایران تورې پورې کړ، چې يمن کې د حوثي ملېشو ملاتړ کوي او پرمختللې وسلې ورکوي.

سعودي دا تور وروسته تر هغه ولګاو، چې حوثي ملېشو د رياض ملک خالد هوايي ډګر په توغندي وويشت او د سعودي چارواکو په وينا دغه توغندی په ایران کې جوړ شوی و.

ليکواله زياتوي، چې سعودي له تېرو څو کلونو راهيسې په سيمه کې د خپلې پراختيا او د ایران د نفوذ د مخنيوي لپاره فکر کوي، په داسې حال کې سيمه کې د ایران پلويان په سوريې او نورو هېوادونو پرمختګونه کوي او د سعودي پلويان واک او ځواک له لاسه ورکوي.

سولمون مخکې ليکلي، سعودي هڅې پيل کړي، چې په منځني ختيځ کې خپل بايللی اغېز بېرته تر لاسه کړي او له همدې امله يې د عراق له حکومت سره له سره اړيکې جوړې کړې، د سعودي يوه وزير د سوريې په الرقه سيمه کې د سوريې له ډيموکراټيک ځواک اپوزيسیون ډلې سره کتلي، خو داسې ښکاري، چې سعودي او امارات په راتلونکو وختونو کې د ایراني نفوذ پر وړاندې د د ښمنۍ تګلارې په خپلولو فکر کوي.

په دغه مقاله کې د اسرائیلو د امنيتي بحثونو د مرکز د يوه څېړونکي يويل غوزانسکي له خولې ليکل شوي، چې په راتلونکي لنډ وخت کې د اسرائیلو او حزب الله تر منځ د جګړې نښې نه ليدل کېږي، خو اندېښنه يې ښکاره کړې، چې د سعودي او لبنان تر منځ روانه شخړه په جګړې بدلېدای شي او لبنان به يو ځل بيا «د کاڼو زمانې» ته وروګرځوي.

په عين وخت کې بي بي سي د برتانيې د شاهي معهد د څېړنيز مرکز د يوه څېړونکي بیټر سالزبري له خولې ليکلي، چې د يمن له جګړې د سعودي موخه دا وه، چې ایران ته خپل زور وښيي، خو پایله کې يې هر څه برعکس ثابت شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x