
د PSL درېیم پړاو بولۍ ته ۹ افغان لوبغاړي وړاندې شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۰مه ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې چې د پاکستان غوره لیګ سیالیو (Pakistan Super league) د درېیم پړاو بولي به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.
د پي ایس ایل ۲۰۱۷ بولۍ ته ۵۰۱ خارجي او داخلي لوبغاړي معرفي شوي دي چې له منځه يې ۹ لوبغاړي افغان دي.
د پي سي ایل په دغه بولۍ کې به هر یوه لوبډله ۱۶ لوبغاړي اخلي. د لوبغاړو لپاره د پلاټنیم، ډایمنډ، ګولډ، سیلور او امرجنګ کټيګورۍ جوړې شوي دي. هره لوبډله اوسمهال ۹ لوبغاړي لري او د لوبډلې د پوره کولو لپاره به یو لوبغاړی د پلاټینم یو د ډایمنډ، یو د ګولډ، دوه د سیلور او دوه د ایمرجنګ کټيګورۍ څخه اخلي.
تر ټولو لوړ نرخ د پلاټنیم دی چې د یوه لوبغاړي ټيټه بیه ۱۴۰زره ډالر ده، ډایمنډ بیا ۷۰زره، ګولډ ۵۰زره، سیلور ۲۵زره او امرجنګ بیا ۱۰زره ډالره دي.
دا ځل د نورو خارجي لوبغاړو سره ۹ افغان لوبغاړي هم دغه بولۍ ته وړاندې شوي دي.
راشدخان په پلاټینم، محمدنبي په ډایمنډ، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، دولت ځدران، شاپور ځدران، ظاهرخان، شرف الدین اشرف او سمیع الله شینواري بیا په سیلور کټیګوري کې دي.
د یادونې وړ ده چې په PSL کې تر دې دمه د افغانستان له لوري یواځې محمدنبي د کويټه ګلډيټرز له خوا لوبېدلی دی. سږکال تمه ده چې د نبي سره په څنګ کې به راشدخان او نور افغان لوبغاړي هم واخېستل شي.