نړۍ

ممنون حسین: یقین لرم یو وخت به پاکستان او افغانستان ښې اړیکې سره ولري

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۶): د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په یوې غونډې کې ویلي، په یقین سره ویلای شي چې پاکستان او افغانستان به یو وخت ډیرې ښې او دوستانه اړیکې سره ولري.

نوموړي دغه خبری په ننګرهار کې د پاکستانۍ کونسلګرۍ د یوه کارکوونکې د وژنې وروسته په یوه غونډه کې وکړې.

د پاکستان ولسمشر د افغانستان د حکومت څخه وغوښتل چې د دیپلوماټانو د خوندیتوب او سیمې د امنیت لپاره خپل مسؤولیت ادا کړي.

ممنون حسین همداراز وویل چې پاکستان د افغانستان سوله، امنیت او پرمختګ غواړي، افغانستان ته په کار ده چې په دې اړه پر پاکستان پوره اعتماد ولري.

د پاکستانۍ رسنیو په حواله نوموړي ټینګار وکړ چې یو وخت به افغانستان او پاکستان ډیرې نیژدې او دوستانه اړیکې سره ولري.

باید وویل شي چې پاکستان پر افغانستان شکمن دی چې د هندوستان سره په ګډه د پاکستان پر ضد کار کوي خو افغانستان بیا وايي چې پاکستان طالبان ورته ساتي او د جګړې لپاره یې افغانستان ته را لیږي.

د دواړو هیوادونو تر منځ له ډېره وخته بې اعتمادي د نړیوالو د ټولو هڅو باوجود حل نه شوه او په نیژدې راتلونکې کې یې هم څرک نه لیدل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x