افغانستان

په تېره میاشت کې ۴۰۹ دولتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی آسیا: طالبانو د دقیقو شمېرو او یوه تفصیلي راپور په ترڅ کې، په بېلابېلو سېمو کې د هغو مختلفو دولتي او حکومتي کسانو چې د روان میلادي کال په تېره مارچ میاشت کې د دوی لیکو ته یا جلب شوي او یا ورته تسلیم شوي، ۴۰۹ تنه ښودلی او هویتونه یې هم په ډاګه کړي.

د طالبانو یوې رسمي ویب پاڼې (شهامت) له راپور سره سم، په تېره میاشت کې د دوی د جلب او جذب او دعوت او ارشاد کمیسیونونو په هلوځلو او د سیمه ییزو مجاهدینو په نېغه او مستقیمه مرسته یاد کسان له خپلو پخوانیو دندو لاس په سر شوي او د طالبانو له لورې د هر اړخیز تضمین او بشپړ ډاډ په ورکولو سره،بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شول.
د سرچینې په خبره، په تسلیم شویو کسانو کې آن ځينې یې له طالب مجاهدینو سره د خپلواکۍ او مبارزې ډګر ته د دانګلو هوډ کړی او ژمنه یې کړې،چې ډېر ژر به د خپل پخواني صف پر وړاندې فعالیت پيل کړي.  
ویل کېږي، چې طالبانو ته یادو ور اوښتویو ډېری کسانو له ځان سره وسلې، نظامي تجهیزات او بېلابېل حکومتي اسباب هم دوی ته سپارلې او د طالبانو له لورې هم اکثرو ته انعامونه، سوغاتونه او نمانځنې ورکول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x